د افغان پُست امارتي شرکت د مدیره هیئت له غړو سره ناسته وشوه
د افغان پُست امارتي شرکت د مدیره هیئت له غړو سره ناسته وشوه
د امارتي شرکتونو عمومي ریاست د افغان پُست امارتي شرکت اجرائیوي رئیس په مشرۍ د مدیره هیئت له غړو سره ناسته کې د یاد شرکت د فعالیتونو، خدمتونو او لاسته راوړنو په اړه هر اړخیز پرېزنټېشن وړاندې شو او له فتحې وړاندې او وروسته د شرکت د فعالیتونو او خدمتونو د پراختیا بهیر په اړه معلومات شریک شول.
همدارنګه د هېوادوالو لپاره د لا زیاتو اسانتیاوو د برابرولو، د پُستي او برېښنايي خدمتونو د پراختیا، د خدمتونو د کیفیت لوړولو او د شرکت د فعالیتونو لا پیاوړتیا په موخه پر یو شمېر مهمو موضوعاتو او راتلونکو پلانونو بحث وشو.
د ناستې په ترڅ کې د افغان پُست امارتي شرکت له لوري وړاندې شوي راتلونکي پلانونه او طرحې د مدیره هیئت له لوري وارزول شول او د پلي کېدو لپاره د ملاتړ او تأیید وړ وبلل شول.
د یادونې وړ ده چې د مدیره هیئت غړو د هېوادوالو لپاره د معیاري، چټکو، خوندي او اسانه خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې د افغان پُست هڅې وستایلې او د خدمتونو د لا پراختیا او ښه والي لپاره یې د خپلو همکاریو او ملاتړ ډاډ ورکړ.