د امارتي شرکتونو لوي ریاست

د ابن سینا فارمسي امارتي شرکت د اجرائیوي کمېټې غونډه ترسره شوه

1405/7/6 11:11
Mumtaz خبرونه

د ابن سینا فارمسي امارتي شرکت د اجرائیوي کمېټې غونډه ترسره شوه
 
د امارتي شرکتونو عمومي ریاست د ابن سینا فارمسي امارتي شرکت د چارو د لا ښه تنظیم او د کاري بهیر د پیاوړتیا په موخه د دغه شرکت د اجرائیوي کمېټې غونډه ترسره شوه.
 
د غونډې په ترڅ کې د یاد شرکت اجرائیوي رئیس مولوي نجم الرحمن فضلي د شرکت د وروستیو فعالیتونو او لاسته راوړنو په اړه خبرې وکړې.
 
ښاغلي فضلي له مسؤولینو وغوښتل چې د خپلو اړوندو برخو چارې په جدي ډول تعقیب کړي، د کارکوونکو ستونزو ته پر وخت رسېدنه وکړي او د چارو د ځنډ او بې‌نظمۍ د مخنیوي لپاره لازم اقدامات ترسره کړي.
 
همداراز د غونډې ګډونوالو د خپلو اړوندو برخو د فعالیتونو، کاري اړتیاوو او د چارو لا ښه والي په اړه خپل نظرونه او وړاندیزونه شریک کړل.
 
د غونډې په پای کې ګډونوالو د ادارې د کاري بهیر د لا پیاوړتیا، د بېلابېلو برخو ترمنځ د همغږۍ د زیاتولو، د مسؤولیتونو د پر وخت ترسره کولو او د شرکت د لا پرمختګ لپاره پر ګډ کار او متقابلې همکارۍ ټینګار وکړ.