د امارتي شرکتونو لوي ریاست

د اندخوی– میمنې ۱۱۰ کیلوولټ برېښنا مزي بدلولو بهیر د پام وړ پرمختګ کړی

1405/7/6 13:57
Mumtaz خبرونه

د اندخوی– میمنې ۱۱۰ کیلوولټ برېښنا مزي بدلولو بهیر د پام وړ پرمختګ کړی
 
د امارتي شرکتونو عمومي ریاست د افغانستان برېښنا شرکت له لوري د اندخوی– میمنې ۱۱۰ کیلوولټ برېښنا مزي په مسیر کې د برېښنا شبکې ظرفیت لوړولو او شبکې د ښه والي په موخه، د یاد مسیر په ځینو برخو کې د زړو مزو بدلولو چارې د پام وړ پرمختګ لري.
 
د دې پروژې له ټولیز ۱۳۵ کیلومتره اوږدوالي څخه تر دې دمه ۲۹ کیلومتره مسیر کې زاړه مزي راټول شوي او پر ځای یې د ۱۸۵ میلی‌متره مربع مقطع لرونکي نوي مزي، د تخنیکي معیارونو له مخې نصب شوي او د دې برخې اړوندې چارې روانې دي.
 
همدارنګه، د دې پروژې په مسیر کې چې په ټولیز ډول ۵۲۸ پایې لري، د ۱۱۲ پایو اړوند تخنیکي چارې ترسره  شوې دي.
 
د دې بهیر په بشپړېدو سره به د اندخوی– میمنې مسیر کې د برېښنا لېږد ظرفیت او ثبات زیات شي او په اړوندو سیمو کې به د برېښنا رسونې خدمتونو د ښه والي زمینه برابره شي.