د ۵۰۰ کېلوولټ برېښنا لېږد سترې ملي پروژې د چارو د پرمختګونو په موخه ناسته وشوه
د امارتي شرکتونو لوی ریاست د افغانستان برېښنا شرکت اجرائیوي رئیس، ملا عبدالحق همکار د ۵۰۰ کېلوولټ برېښنا لېږد سترې ملي پروژې د چارو د پرمختګونو، ستونزو حل او آسانتیاوو په اړه د افغان اینویسټ او اړوند قراردادي فرعي شرکتونو له مسئولینو سره ګډه ناسته وکړه.
د افغانستان برېښنا شرکت اجرائیوي رئیس، ملا عبدالحق همکار د یادې سترې ملي پروژې اړوند قراردادي شرکتونو پر مسئولینو ټېنګار وکړو چې ټولې چارې دې د پروژې ارزښت ته په کتو د همغږۍ او همکارۍ له مخې په چټکتیا سره پرمخ یوسي.
د ۵۰۰ کېلوولټ برېښنا لېږد پروژې چارو پر مخ وړلو قراردادي شرکتونو مسئولینو د افغانستان برېښنا شرکت له رهبرۍ څخه د همکاریو په پار مننه وکړه او ژمنه یې وکړه چې د پروژې د چارو پر وړاندې شته خنډونه به د خپلمنځي همغږۍ له مخې له منځه وړي.
له ترکمنستان څخه د ۵۰۰ کېلوولټ برېښنا رالېږد هغه ستره ملي پروژه ده چې پر مټ به یې شاوخوا ۸۰۰ مېګاواټه برېښنا هېواد ته رالېږدول کیږي او بشپړېدو سره به یې د صنعت او سوداګرۍ په ګډون ګڼو برخو کې د برېښنا شته اړتیاوې پوره شي.
د یادونې ده چې د افغانستان برېښنا شرکت تخنیکي څانګې د یادې ملي پروژې کاري پراختیايي بهیر له نږدې څاري، څو له ټاکلو معیارونو سره سم چارې پرمخ ولاړې شي.