د امارتي شرکتونو لوي ریاست

د اصلاح شوو تخمونو او کرنیزو خدمتونو امارتي شرکت اجرائیوي رئیس ولایتونو ته د تېر سفر معلومات شریک کړل 

1405/7/7 10:31
Mumtaz خبرونه

د اصلاح شوو تخمونو او کرنیزو خدمتونو امارتي شرکت اجرائیوي رئیس ولایتونو ته د تېر سفر معلومات شریک کړل 

د امارتي شرکتونو عمومي رئیس مولوي احمدجان بلال په خپل کاري دفتر کې د اصلاح شوو تخمونو او کرنیزو خدمتونو امارتي شرکت اجرائیوي رئیس مولوي عبدالله عزام سره ناسته وکړه او په ولایتونو کې یې د یاد شرکت د فعالیتونو په اړه معلومات ترلاسه کړل. 

په دې لیدنه کې مولوي عبدالله عزام ولایتونو ته د خپل وروستي سفر په اړه معلومات وړاندې کړل او د سفر پر مهال د ترسره شوو فعالیتونو او پایلو په اړه جزئیات شریک کړل. 

ښاغلي عزام د قوش‌تېپې ستر کانال په اړوند سیمو کې د اصلاح شوو تخمونو د تولید لپاره د ځمکې برابرولو، د فارمونو تنظیم او همداراز د شرکت په ځینو سوداګریزو املاکو کې د پانګونې په اړه مفصل معلومات وړاندې کړل. 

په پای کې د امارتي شرکتونو عمومي رئیس د اصلاح شوو تخمونو او کرنیزو خدمتونو امارتي شرکت د چارو پر چټکتیا ټینګار وکړ او زیاته یې کړه چې د هېواد د زراعت او کرنې په برخه کې یاد شرکت یو له مهمو بنسټونو څخه شمېرل کېږي.