د امارتي شرکتونو عمومي ریاست د ابن سینا فارمسي امارتي شرکت د داوطلبۍ خبرتیا
د داوطلبۍ خبرتیا!
د امارتي شرکتونو عمومي ریاست د ابن سینا فارمسي امارتي شرکت خپل (۱۴) بابه درملتونونه چې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې موقعیت لري، د نافذه قوانینو په رڼا کې د آفر په تړلې بڼه په اجاره ورکوي:
ـ د بغلان ولایت، ولایتي روغتون (۲مه) شمېره امارتي درملتون
- بلخ ولایت، د بلخ ولسوالۍ (۳۶مه) شمېره امارتي درملتون
- تخار ولایت، د فرخار ولسوالۍ ترڅنګ (۵مه) شمېره امارتي درملتون
- د جوزجان ولایت، ولایتي روغتون (۴مه) شمېره امارتي درملتون
ـ د جوزجان ولایت، د ځنګل باغ سیمې (۳مه) شمېره امارتي درملتون
- د جوزجان ولایت، خواجه دوکو ولسوالۍ (۵مه) شمېره امارتي درملتون
- د کاپیسا ولایت، د نجراب ولسوالۍ روغتون ترڅنګ، امارتي درملتون
- د کاپیسا ولایت، د تګاب ولسوالۍ امارتي درملتون
- د سمنګان ولایت، د ایبک بندر (لومړۍ) شمېره امارتي درملتون
ـ د سمنګان ولایت، ولایتي روغتون (۲مه) شمېره امارتي درملتون
- • د هرات ولایت، شیدایي کلینیک (۳مه) شمېره، امارتي درملتون
- د هرات ولایت، د جبرئیل سیمې (۷مه) شمېره امارتي درملتون
ـ د بلخ ولایت، د شرشرې د کوڅې (۷مه) شمېره امارتي درملتون
- د ننګرهار ولایت، د غني خېلو ولسوالۍ (۸مه) شمېره امارتي درملتون
هغه حقیقي، حکمي او سهم لرونکي شرکتونه چې د یادو امارتي درملتونونو د اجارې نیولو لېوالتیا لري، کولای شي چې اړونده شرطپاڼه د ابن سینا فارمسي امارتي شرکت د سوداګریزو چارو ریاست د خرڅلاو له آمریت څخه ترلاسه کړي.
د درملتونونو د آفر پرانېستنې غونډه د ۱۴۰۵/۰۷/۱۵ نېټې، چهارشنبې ورځ د سهار پر ۹:۰۰ بجو، په یاد امارتي شرکت کې جوړېږي.
یادونه: تضمین د شرطپاڼې د مادو او مقرراتو له مخې اخیستل کېږي.
پته: د ابن سینا فارمسي امارتي شرکت، دویمه ناحیه، شاه دوشمشېره ـ کابل