د امارتي شرکتونو لوي ریاست

د امارتي شرکتونو عمومي ریاست د کندز سپین‌زر امارتي شرکت د مزایدې خبرتیا

1405/7/7 14:33
Mumtaz خبرونه

د مزایدې خبرتیا!
 
د امارتي شرکتونو عمومي ریاست د کندز سپین‌زر امارتي شرکت په پام کې لري چې د دغه شرکت یو شمېر ملکیتونه چې د کندز ښار په مرکز کې موقعیت لري او د تړون موده یې بشپړه شوې، د مزایدې له لارې په قرارداد ورکړي:
۱. د روغتون ترڅنګ د تفریحي پارک ساحه.
۲. یو باب هوټل چې د روغتون شاته، د کابل بندر د عمومي سړک ترڅنګ موقعیت لري.
۳. درې باب هټۍ چې د پختې میدان په ساحه کې موقعیت لري.
۴. هغه سوداګریز ځایونه چې د کوټي ګرد سړک ترڅنګ په سرای کې موقعیت لري.
 
هغه پر شرایطو برابر اشخاص چې غواړي د یادو ملکیتونو د مزایدې په غونډه کې ګډون وکړي، کولای شي د دې خبرتیا له خپرېدو څخه تر ۱۰ ورځو پورې خپل غوښتنلیکونه د کندز سپین ‌زر امارتي شرکت د قراردادونو آمریت ته وسپاري.
 
یادونه: غوښتونکي دې شرطپاڼه مطالعه کړي؛ تضمین په نغدي ډول اخیستل کېږي.
 
پته: د کندز سپین‌ زر امارتي شرکت، د شرکت ګولایي – کندز