د امارتي شرکتونو عمومي ریاست د دفترونو لپاره د پارکیت د تدارک او نصب پروژې د داوطلبۍ خبرتیا
د داوطلبۍ خبرتیا!
د امارتي شرکتونو عمومي ریاست ټولو پر شرایطو برابرو غوښتونکو ته بلنه ورکوي ترڅو د امارتي شرکتونو عمومي ریاست د دفترونو لپاره د پارکیت د تدارک او نصب پروژې د داوطلبۍ په پروسه کې چې تشخیصیه شمېره یې (GDSOC/1405/NCB/W-2) ده، ګډون وکړي.
غوښتونکي کولای شي سافټ شرطپاڼه د ملي تدارکاتو ریاست له وېبپاڼې او همدارنګه په حضوري ډول د فلش ډېسک له لارې په وړیا توګه ترلاسه کړي او خپل آفرونه د شرطپاڼې له شرایطو سره سم ترتیب او له ټولو ضمایمو سره یې په ټاکلې نېټه د آفر پرانېستنې لپاره وړاندې کړي.
د آفر پرانېستنې غونډه د ۱۴۰۵/۰۷/۱۹ نېټې، د یکشنبې ورځ د سهار پر ۱۰:۰۰ بجو د امارتي شرکتونو عمومي ریاست د تدارکاتو په ریاست کې ترسره کېږي.
یادونه: ناوخته رسېدلي او انټرنېټي آفرونه د منلو وړ نه دي.
پته: د امارتي شرکتونو عمومي ریاست، د عامې روغتیا څلورلارې، د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت ته څېرمه – کابل