کابل ښار کې د ۲۰۰۰ متر مکعبه په ظرفیت تصفیه خونه جوړېږي
د امارتي شرکتونو لوی ریاست د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت د کابل ښار غوره چاپېریال ساتنې، د فاضلابو چارو مدیریت، تر ځمکې لاندې اوبو د ککړتیا مخنیوي او د فاضلابو د بیا پروسېس په موخه، د ټانکرونو د فاضلابو تصفیه خونه (FSTP) چې په ورځ کې به د (۲۰۰۰) متره مکعبه فاضلابو د تصفیې وړتیا ولري، سروې او ډیزاین کړې ده.
د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت د فاضلابو د چارو د تنظیم رئیس، انجنیر فایق الله جمال د یادې تصفیه خونې د معرفي کولو په غونډه کې د یو پرزنټیشن له لارې د دې مرکز ټول اړخونه تشریح کړل او زیاته یې کړه، چې یاده تصفیه خونه به په نړیوالو معیارونو سمبال وي.
ښاغلي فایق وویل چې د عضوي سرو د تولید، په کرنه او نورو اقتصادي برخو کې د کارولو سربېره د دې مرکز تصفیه شوې اوبه چې ۹۰ سلنه پاکې او له هر ډول بد بوی څخه خلاصې وي، د ښار شنې ساحې خړوبولای شي.
په پای کې د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت اجرائیوي رئیس، مولوي غلام الرحمن کظیم د هغو انجنیرانو له هڅو مننه او ستاینه وکړه چې د دې تصفیه خونې په سروې او ډیزاین کې یې برخه اخیستې وه.