د بدخشان ولایت سرحدي ولسوالیو ته د برېښنا رسونې په برخه کې هوکړه لیک لاسلیک شو
د بدخشان ولایت سرحدي ولسوالیو ته د برېښنا رسونې په برخه کې هوکړه لیک لاسلیک شو
د امارتي شرکتونو عمومي ریاست د افغانستان برېښنا شرکت او پامیر انرژۍ شرکت ترمنځ د بدخشان ولایت سرحدي ولسوالیو ته د برېښنا برابرولو په برخه کې د همکارۍ هوکړه لیک، د افغانستان برېښنا شرکت اجرائیوي رئیس ملا عبدالحق همکار او د پامیر انرژۍ د رئیس امیرخان رحیم له لوري د تاجکستان په پلازمینه دوشنبه کې لاسلیک شو.
دغه هوکړه لیک د همکارۍ پراختیا، د برېښنا انرژۍ برابرولو او د بدخشان ولایت سرحدي ولسوالیو اوسېدونکو ته د برېښنايي خدمتونو وړاندې کولو لپاره د زمینې برابرولو په برخه کې مهم ګام ګڼل کېږي.
د دغه هوکړه لیک د لاسلیک په څنډه کې، د بدخشان ولایت مرکز، فیضآباد ښار ته د ۱۱۰ کیلوولټ برېښنا لېږد مزي غځولو په اړه هم د دواړو لوریو ترمنځ بحث او د نظرونو تبادله وشوه؛ ښاغلي همکار د بدخشان ولایت د برېښنايي بنسټیزو زیربناوو د پیاوړتیا په برخه کې د دغې پروژې پر اهمیت ټینګار وکړ.
د پامیر انرژۍ لوري هم څرګنده کړه چې د تخنیکي ارزونو له ترسره کولو وروسته به اړوند وړاندیزونه د افغانستان برېښنا شرکت سره شریک کړي.
د یادونې وړ ده چې د دغه هوکړه لیک پلي کېدل کولای شي د ګډو همکاریو د پراختیا، برېښنايي زیربناوو د پراختیا او د بدخشان ولایت خلکو ته د لا غوره برېښنايي خدمتونو وړاندې کولو لپاره زمینه برابره کړي.