د داوطلبۍ خبرتیا!
د امارتي شرکتونو لوی ریاست د ارزاقو امارتي شرکت په کاپیسا ولایت کې یو باب ګدام، چې اوږدوالی یې ۳۶.۶۰ متره، سور یې ۱۸.۳۰ متره او لوړوالی یې ۶.۴۱ متره دی، په کرایه ورکوي؛ یاد ګدام دننه په دوو برخو وېشل شوی او د شاوخوا ۱۰۰۰ ټنه موادو د ځایېدلو ظرفیت لري.
هغه اشخاص او شرکتونه چې د یاد ګدام په کرایه نیولو ته لېوالتیا لري کولای شي، خپل غوښتنلیکونه دي د شرطپاڼې ترلاسه کولو سره سم، د نشر له نېټې څخه تر ۲۱ کاري ورځو پورې، د کاپیسا ولایت د ارزاقو لوی مدیریت ته وسپاري.
پته: د محمود راقي ښاروالۍ مارکېټ، دویم پوړ، د افغان یونایټد بانک ته مخامخ
د لا زیاتو معلوماتو لپاره له لاندې شمېرې سره په اړیکه کې شئ:
۰۷۶۶۴۲۵۸۳۷
وېب سایټ: https://www.arzaq.gov.af/
ایمیل: Email: info@arzaq.gov.af