آريانا د ملي سوداګرو د ملاتړ په موخه د ډهلي — کابل کارګو بیې راټیټې کړې
آريانا د ملي سوداګرو د ملاتړ په موخه د ډهلي — کابل کارګو بیې راټیټې کړې
د امارتي شرکتونو عمومي ریاست د آریانا افغان هوايي شرکت د خپلو کارګو چوپړتیاوو د پراختیا او د هېواد د ملي سوداګرو ملاتړ په موخه د ډهلي — کابل سکټور د باروړونکو (کارګو) چوپړتیاوو بیې راټیټې کړې.
د نوې بیې له مخې د ډهلي — کابل د کارګو د لېږد بیه چې مخکې یو کيلوګرام 1.60 امريکايي ډالره وه، اوس 1.40 امريکايي ډالرو ته راټېټه شوې ده.
دا پرېکړه د هېواد د ملي سوداګرو د ملاتړ، د سوداګریزو توکو د لېږد د اسانتیا او د افغانستان او هند ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د پیاوړتیا په موخه ترسره کېږي.
د یادونې وړ ده چې د ډهلي — کابل د کارګو په بیو کې دا بدلون له ملي سوداګرو سره د شويو ژمنو د عملي کولو په لړ کې یو مهم ګام بلل کېږي.