د امارتي شرکتونو لوي ریاست

د اوبلن‌ګاز د ۴۰۰۰ بالونونو او اړوندو تجهیزاتو د وېش چارې پیل شوې

1405/7/12 09:14
Mumtaz خبرونه

د اوبلن‌ګاز د ۴۰۰۰ بالونونو او اړوندو تجهیزاتو د وېش چارې پیل شوې

د امارتي شرکتونو عمومي ریاست د نفت او ګاز امارتي شرکت د اوبلن‌ګاز د پرچون پلور شبکې د پراختیا او نویو مرکزونو د رامنځته کولو په موخه، د ۴۰۰۰ بالونونو او اړوندو تجهیزاتو د وېش او لېږد چارې پیل شوې. 

د دغې لړۍ په لومړي پړاو کې غور ولایت ته ۳۰۰ بالونونه، ۱۵ غرفې او یو شمېر نور اړین وسایل ولېږدول شول. 

د پلان له مخې ننګرهار، کندهار، هرات، بلخ، خوست، غزني او کندز ولایتونو ته به هم د ټاکل شوي سهم او اړتیا پر بنسټ، د اوبلن‌ګاز د پرچون پلور مرکزونو لپاره اړین تجهیزات، بالونونه، برېښنايي تلې، د ډکولو ماشینونه او کانتینرونه ولېږدول شي. 

یاد شرکت د کابل سربېره په پروان، بلخ، بدخشان، بغلان او کندهار ولایتونو کې د اوبلن‌ګاز د پرچون پلور، ۳۶۸ فعال مرکزونه لري. 

د یادونې وړ ده چې د یادو ولایتونو اوسېدونکي کولای شي د اړوند ولایت د نفت او ګاز دفترونو ته مراجعه وکړي او د غوښتنلیک تر وړاندې کولو وروسته، په قانوني ډول د اوبلن‌ګاز د پرچون پلور امارتي مرکز پرانېزي.