د افغان کارټ امارتي شرکت ځانګړې قرطاسیه هېواد ته راورسېده
د افغان کارټ امارتي شرکت ځانګړې قرطاسیه هېواد ته راورسېده
د امارتي شرکتونو عمومي ریاست د افغان کارټ امارتي شرکت له لوري، له چین هېواد څخه د یاد امارتي شرکت نوم ته د ځانګړې شوې قرطاسیې یو شمېر توکي تولید او هېواد ته را وارد شوي دي.
په وارد شویو توکو کې لویې او کوچنۍ کارتني دوسیې، دوه ډوله د یادښت کتابچې، رنګ پاکوونکي او پانچ شامل دي.
د یادونې وړ ده چې یاد اقلام د اداري چارو د اړتیاوو د پوره کولو په موخه جوړ او وارد شوي، چې وروسته به امارتي ادارو ته د ځانګړو قراردادونو له مخې ووېشل شي.