د امارتي شرکتونو لوي ریاست

د امارتي شرکتونو عمومی ریاست د هوټلونو امارتي شرکت د داوطلبۍ خبرتیا!

1405/7/12 10:11
Mumtaz خبرونه

د داوطلبۍ خبرتیا!
 
د امارتي شرکتونو عمومی ریاست د هوټلونو امارتي شرکت ټولو پر شرایطو برابرو غوښتونکو ته بلنه ورکوي چې د یاد شرکت د سپین غر هوټل د کافي شاپ جوړولو پروژې په داوطلبۍ کې چې تشخیصیه شمېره یې (HSOC/1405/NCB/W-2893) ده، ګډون وکړي.
 
د شرطپاڼې شرایط، د تړون قانون او د عامه تدارکاتو د اجراآتو لارښود به له نافذه اصولو سره سم عملي کېږي؛ د آفر تضمین نه اخیستل کېږي.
 
له آفر پرانېستنې مخکې غونډه به د ۱۴۰۵/۷/۲۴ نېټې، د سهار ۱۰:۰۰ بجې او د آفر پرانېستنې غونډه د ۱۴۰۵/۸/۲ نېټې د سهار ۹:۰۰ بجې ترسره کېږي.
 
یادونه: ناوخته رسېدلي او انټرنېټي آفرونه د منلو وړ نه دي.
 
پته: د هوټلونو امارتي شرکت، ۳۰مه شمېره کور، اووم سړک، درېیمه کارته ـ کابل
 
د لا ډېرو معلوماتو لپاره له لاندې شمېرې سره په اړیکه کې شئ:
۰۷۴۷۹۹۱۳۱۹