د امارتي شرکتونو عمومي ریاست د ابنسینا فارمسي امارتي شرکت د داوطلبۍ خبرتیا!
د داوطلبۍ خبرتیا!
د امارتي شرکتونو عمومي ریاست د ابنسینا فارمسي امارتي شرکت په پام کې لري، چې د خپل مرکزي دفتر محوطې اړوند د کابل ښار د جویشیر سړک لوري ته تشه ځمکه چې مازاده ګڼل کېږي، د امارتي ځمکو د اجارې قانون له مخې د داوطلبۍ له لارې په اجاره ورکړي.
هغه حقیقي او حکمي اشخاص چې د یادې ځمکې د تړون غوښتنه ولري، کولای شي د داوطلبۍ شرطپاڼه د ابنسینا فارمسي امارتي شرکت د ملکیتونو له مدیریت څخه ترلاسه کړي.
د یاد ملکیت د داوطلبۍ غونډه د ۱۴۰۵/۷/۱۶ نېټې، پنجشنبې ورځې د سهار پر ۱۰:۰۰ بجو د ابنسینا فارمسي امارتي شرکت کې ترسره کېږي.
یادونه: تضمین د مقرراتو له مخې اخیستل کېږي.
پته: د ابنسینا فارمسي امارتي شرکت، شاه دو شمشیره، دویمه ناحیه – کابل