د خوښۍ خبر!
د امارتي شرکتونو لوی ریاست د افغان ټېلې کام مخابراتي شرکت د سلام شبکه په خوښۍ سره خبر ورکوي چې د اترا ادارې له لوري د سیمکارتونو د بیا ځلې ثبت او راجستر کولو د میکانیزم مطابق یې یاد بهیر په بریالیتوب سره بشپړ کړی او په دې لړۍ کې یې دویم مقام خپل کړی دی.
اوس مهال د سلام شبکې ټول سیمکارتونه د اترا ادارې د سیمکارتونو د ثبت او راجستر د میکانیزم د درېیمې مادې سره سم ثبت شوي دي.
موږ د دې پروسې په بریالۍ بشپړېدلو سره د اترا او د احصایې ملي ادارې له همغږۍ او ملاتړ مننه کوو؛ همداراز له ټولو درنو پېرودونکو هم د زړه له تله مننه کوو چې قانون ته د درناوي په موخه یې خپل سیمکارتونه ثبت او راجستر کړي.
یاد ګام د مخابراتي خدمتونو د لا ښه والي، شفافیت او امنیت د تأمین او د پېرېدونکو د معلوماتو د خونديتوب په موخه ترسره شوی دی؛ د افغان ټیلې کام مخابراتي شرکت د سلام شبکه ژمنه کوي چې تل به د هېواد د نافذه قوانینو او مقرراتو په رڼا کې خپلو درنو پېرېدونکو ته باکیفیته، باوري او خوندي خدمتونه وړاندې کوي.