د امارتي شرکتونو لوي ریاست

د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت کارکوونکو ته پنځه ورځنی روزنیز پروګرام پیل شو

1405/7/12 15:06
Mumtaz خبرونه

د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت کارکوونکو ته پنځه ورځنی روزنیز پروګرام پیل شو
 
د امارتي شرکتونو عمومي ریاست د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت د مالي او اداري چارو ریاست د کارکوونکو چارو آمریت له لوري او د ننګرهار ولایت د تخنیکي او مسلکي زدکړو ریاست په همکارۍ، د یاد شرکت د نویو ګمارل شویو کارکوونکو د اداري او مسلکي وړتیاوو د لوړولو په موخه پنځه ورځنی روزنیز پروګرام پیل شو.
 
دغه روزنیز پروګرام د نویو کارکوونکو د اداري مهارتونو پیاوړتیا، د پلان جوړونې د اصولو او مهارتونو زدکړې او د کاري ظرفیت لوړولو په موخه ترسره کېږي.
 
د غونډې په لړ کې د سوداګریزو چارو رئیس مولوي نعمت الله سالک وویل چې د ظرفیت لوړونې دغه ډول روزنیز پروګرامونه د نویو کارکوونکو د مسلکي ودې، د اداري چارو د ښه تنظیم، د پلان جوړونې او د دندو د ترسره کولو لپاره اړین دي.
 
د یادونې وړ ده چې په تېر کې هم د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت د کارکوونکو د مهارتونو لوړولو په موخه، ورته پروګرامونه په لاره اچول شوي دي.