د امارتي شرکتونو عمومي ریاست د افغان طیور امارتي شرکت لنډه پېژندنه!
د افغان طیور امارتي شرکت لنډه پېژندنه!
د شرکت نوم: د افغان طیور امارتي شرکت
د شرکت ډول: تولیدي او سوداګریز
د جوړېدو کال: ۱۳۶۳ هجري لمریز
پته: خواجه رواش، د کابل نړیوال هوايي ډګر ته څېرمه
د شرکت لنډه تاریخچه:
د امارتي شرکتونو عمومي ریاست د افغان طیور امارتي شرکت له فعالو اقتصادي او تولیدي بنسټونو څخه دی، چې د طیور صنعت د پراختیا، د باکیفیته خوراکي توکو د برابرولو او د کورنیو تولیداتو د ملاتړ په موخه فعالیت کوي.
دغه شرکت د تخنیکي ظرفیتونو، مسلکي بشري ځواک او منظم اداري جوړښت په لرلو سره د طیور اړوندو محصولاتو د تولید او عرضې په برخه کې مهم او اساسي رول لري.
د افغان طیور امارتي شرکت په ۱۳۶۲ لمریز کال کې د طیور صنعت د ودې او پراختیا، د کورنیو تولیداتو ملاتړ او د بازار د اړتیاوو پوره کولو په موخه رامنځته شوی دی.
ماموریت:
د افغان طیور امارتي شرکت ماموریت د طیور د صنعت په برخه کې د معیاري محصولاتو تولید او عرضه ده، چې د یوې ورځې چرګوړي، د چرګانو او حیواناتو خوراکه، ژوندي چرګان، درمل او واکسینونه پکې شامل دي.
دغه شرکت ژمن دی چې د کورني بازار اړتیاوې په سالم، باکیفیته او له مسلکي معیارونو سره برابرې پوره کړي؛ همدارنګه د تولیدي او سوداګریزو فعالیتونو د پراختیا له لارې د چرګانو د صنعت او د هېواد د اقتصاد په وده کې اغېزمن او دوامدار رول ولوبوي او د چرګانو روزونکو، فارملرونکو، قراردادیانو او نورو پېرېدونکو لپاره خپل خدمات وړاندې کړي.
لیدلوری:
د افغان طیور امارتي شرکت په پام کې لري چې د خپلو تولیدي ظرفیتونو، مسلکي بشري ځواک، معیاري ټکنالوژۍ او اغېزمن مدیریت په کارولو سره په هېواد کې د طیور د صنعت په برخه کې په مخکښو او باوري شرکتونو بدل شي.
بنسټیز ارزښتونه:
یاد امارتي شرکت په خپلو ټولو فعالیتونو کې صداقت، روڼتیا، امانتدارۍ او مسؤولیتپذیرۍ ته ژمن دی او د کورنیو تولیداتو ملاتړ او د هېواد له کورنیو سرچینو څخه اغېزمنې ګټې اخیستنې ته ځانګړې پاملرنه کوي؛ همدارنګه د اسلامي ارزښتونو رعایت، د عامه ګټو ساتنه، د پېرېدونکو او کارکوونکو حقونو ته درناوی د دغه شرکت له بنسټیزو ارزښتونو څخه شمېرل کېږي.
بنسټیزې چوپړتیاوې:
دغه شرکت هېوادوالو او پېرېدونکو ته د طیور او حیواناتو د خوراکې برابرولو، د غوښې چرګانو د یوې ورځې چرګوړو تولید، د چرګانو تازه او منجمده غوښه، د چرګانو بستهبندي شوې غوښه؛ خوراکي هګۍ او د چرګانو د درمل او واکسین په برخه کې چوپړتیاوې وړاندې کوي.