د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت اجرائیوي رئیس د خپل وروستي سفر معلومات شریک کړل
د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت اجرائیوي رئیس د خپل وروستي سفر معلومات شریک کړل
د امارتي شرکتونو عمومي رئیس مولوي احمدجان بلال په خپل کاري دفتر کې د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت له اجرائیوي رئیس مولوي غلام الرحمن کظیم سره ولیدل او هند هېواد ته د نوموړي د وروستي سفر په اړه یې معلومات ترلاسه کړل.
د ناستې په پیل کې د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت اجرائیوي رئیس د خپل وروستي سفر د څرنګوالي، له هندي چارواکو سره د لیدنو او د فاضلابو د غوره مدیریت په برخه کې د ترلاسه شویو تجربو په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې کړل.
ښاغلي کظیم د وروستي سفر لاسته راوړنو ته په اشارې سره زیاته کړه چې دغه ډول تجربې کولای شي د هېواد د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو د غوره مدیریت، اغېزمنې استفادې او پرمختللو تصفیه خونو په جوړولو کې اغېزناک رول ولري.
د لیدنې په ترڅ کې د امارتي شرکتونو عمومي رئیس د یاد امارتي شرکت د فعالیتونو پراخېدل اړین وبلل او زیاته یې کړه چې ښاریانو ته باید لازمې اسانتیاوې رامنځته شي.
ښاغلي بلال د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت یو اغېزناک او خدماتي بنسټ یاد کړ او په اړونده برخه کې یې ښاریانو ته د غوره چوپړتیاوو پر وړاندې کولو ټینګار وکړ.