د امارتي شرکتونو لوي ریاست

د کابل ښار د چهلستون سیمې درنو اوسېدونکو ته زېری!

1405/7/13 10:51
Mumtaz خبرونه

د کابل ښار د چهلستون سیمې درنو اوسېدونکو ته زېری!
 
د امارتي شرکتونو عمومي ریاست د افغان ټېلې کام امارتي شرکت د سلام مخابراتي شبکې د کابل ښار په چهلستون سیمه کې نوې څانګه پرانېستل شوه.
 
د چهلستون سیمې درانه اوسېدونکي اوس کولای شي د سلام مخابراتي شبکې د اړوند سیمکارتونو او چوپړتیاوو ترلاسه کولو په موخه یادې څانګې ته مراجعه وکړي.
 
پته: د سلام مخابراتي شبکې څانګه، جویان پلازا، د چهلستون بڼ ته مخامخ ـ کابل