د چپرهار یو سیفون د بیارغونې چارې په منظم ډول روانې دي
د چپرهار یو سیفون د بیارغونې چارې په منظم ډول روانې دي
د امارتي شرکتونو عمومي ریاست د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت له لوري د چپرهار یو سیفون د بیارغونې چارې په چټکۍ سره روانې دي.
دغې پروژه کې د شاوخوا ۴۰ مترو په اوږدوالي د سنکارۍ دېوالونو جوړول، کیندنه، د اوسپنیز کانکریټ کارونه او نور اړین ساختماني فعالیتونه شامل دي چې د ۷۵ ورځو په موده کې به یې چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
یاد سیفون د تېرو اورښتونو او د زیاتو اوبو د راوتلو له امله زیانمن شوی و، چې بیارغونه به یې د سیمې د اوسېدونکو د تګ راتګ ستونزې هوارې کړي او د کورونو او کرنیزو ځمکو د زیانمنېدو احتمالي ګواښونه به راکم کړي.
د یادونې وړ ده چې په دغې پروژه کې شاوخوا ۲۵ کسانو ته د کار زمینه هم برابره شوې ده.