د امارتي شرکتونو لوي ریاست

د لاسي صنایعو د پراختیا امارتي شرکت اجرائیوي رئیس د زرګرانو ټولنې له مسؤولینو سره لیدنه وکړه

1405/7/13 15:13
Mumtaz خبرونه

د لاسي صنایعو د پراختیا امارتي شرکت اجرائیوي رئیس د زرګرانو ټولنې له مسؤولینو سره لیدنه وکړه
 
د امارتي شرکتونو عمومي ریاست د لاسي صنایعو د پراختیا امارتي شرکت اجرائیوي رئیس مولوي محمد ابراهیم نبیل په خپل کاري دفتر کې د افغانستان د زرګرانو اتحادیې له مسؤولینو سره د هېواد د زرګرۍ صنعت پر اوسني وضعیت، شته ننګونو او د دغه مهم سکټور د لا ودې او پراختیا پر لارو چارو هر اړخیزې خبرې وکړې.
 
د ناستې پر مهال د یاد امارتي شرکت او د زرګرانو اتحادیې ترمنځ د ګډو همکاریو پر پیاوړتیا، د زرګرانو د ستونزو پر حل او د هېواد د زرګرۍ صنعت د ملاتړ لپاره د اغېزمنو اقداماتو پر ترسره کولو ټینګار وشو.
 
په پای کې دواړو لوریو د زرګرۍ صنعت د ودې، د شته ظرفیتونو د پراختیا او د دې برخې د فعالیتونو د ملاتړ په موخه د همکاریو زیاتول اړین یاد کړل.