د امارتي شرکتونو لوي ریاست

د امارتي شرکتونو عمومي ریاست د ابن سینا فارمسي امارتي شرکت د داوطلبۍ خبرتیا!

1405/7/14 09:28
Mumtaz خبرونه

د داوطلبۍ خبرتیا!
 
د امارتي شرکتونو عمومي ریاست د ابن سینا فارمسي امارتي شرکت خپل (۹) بابه درملتونونه چې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې موقعیت لري، د نافذه قوانینو په رڼا کې د تړلي آفر په بڼه په اجاره ورکوي:
۱. مرکز، د عالي جناح روغتون ته څېرمه (۳۳مه) شمېره امارتي درملتون
۲. مرکز، د ابن سینا روغتون ته څېرمه (۲۸مه) شمېره امارتي درملتون
۳. مرکز، د نور روغتون ته څېرمه (۲۵مه) شمېره امارتي درملتون
۴. مرکز، د صحت طفل روغتون ته څېرمه (۴۳مه) شمېره امارتي درملتون
۵. مرکز، د شیخ زاید روغتون ته څېرمه (۱۲مه) شمېره امارتي درملتون
۶. د پکتیکا ولایت، ولایتي روغتون ته څېرمه (لومړۍ) شمېره امارتي درملتون
۷. د هلمند ولایت، ګرشک ولسوالۍ (۲مه) شمېره امارتي درملتون
۸. د زابل ولایت، ولایتي روغتون (لومړۍ) شمېره امارتي درملتون
۹. د کاپیسا ولایت، ولایتي روغتون ته څېرمه (لومړۍ) شمېره امارتي درملتون
 
هغه حقیقي، حکمي او سهم لرونکي شرکتونه او اشخاص، چې د یادو امارتي درملتونونو د اجارې نیولو لېوالتیا لري، کولای شي چې اړونده شرطپاڼه د ابن سینا فارمسي امارتي شرکت د سوداګریزو چارو ریاست د خرڅلاو له آمریت څخه ترلاسه کړي.
 
د درملتونونو د آفر پرانېستنې غونډه د ۱۴۰۵/۰۷/۲۲ نېټې، چهارشنبې ورځ د سهار پر ۹:۰۰ بجو، په یاد امارتي شرکت کې جوړېږي.
 
یادونه: تضمین د شرطپاڼې د مادو او مقرراتو له مخې اخیستل کېږي.
 
پته: د ابن سینا فارمسي امارتي شرکت، دویمه ناحیه، شاه دوشمشېره ـ کابل