د بلخ پوهنتون د زراعت پوهنځي زده کړیالانو د بغلان د بورې امارتي شرکت څخه لیدنه وکړه
د بلخ پوهنتون د زراعت پوهنځي زده کړیالانو د بغلان د بورې امارتي شرکت څخه لیدنه وکړه
د امارتي شرکتونو عمومي ریاست د بغلان بورې امارتي شرکت څخه د بلخ پوهنتون د زراعت پوهنځي یو شمېر استادانو او زدکړیالانو لیدنه وکړه.
د دې لیدنې موخه زدکړیالانو ته د بورې تولید د بهیر، صنعتي ماشینونو او د فابریکې د بېلابېلو برخو په اړه د عملي او مسلکي زدکړو زمینه برابرول وو.
د بغلان د بورې امارتي شرکت مسؤولینو او مسلکي انجنیرانو زدکړیالانو ته د فابریکې د ماشینونو او تجهیزاتو په اړه معلومات ورکړل او د بورې د تولید بهیر یې له لومړنیو پړاوونو څخه تر وروستي پړاو پورې په عملي ډول تشریح کړل.
په پای کې د بغلان بورې امارتي شرکت اجرائیوي رئیس ملا باران قدرت د زدکړیالانو لپاره عملي زدکړې د نظري زدکړو ترڅنګ مهمې وبللې او د هېواد له ټولو پوهنتونونو څخه یې وغوښتل چې زدکړیالانو ته د عملي او مسلکي زدکړو زمینه برابره کړي.