د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت د اجرائیوي کمېټې غونډه وشوه
د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت د اجرائیوي کمېټې غونډه وشوه
د امارتي شرکتونو عمومي ریاست د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت د اجرائیوي کمېټې غونډه، د شرکت د اجرائیوي رئیس مولوي غلامالرحمن کظیم په مشرۍ، د اجرائیوي کمېټې غړو، مرکزي رئیسانو او اړوندو مسؤولینو په ګډون ترسره شوه.
په پیل کې ښاغلي کظیم د سرچینو پر ښه مدیریت، د غیرضروري لګښتونو د مخنیوي، په لګښتونو کې د سپما او له شته امکاناتو څخه په اغېزمنې ګټې اخیستنې ټینګار وکړ او له اړوندو مسؤولینو څخه یې وغوښتل، چې د چارو د پرمخ وړلو پر مهال د روڼتیا، مسؤولیتپذیرۍ او په ټاکلي وخت کې د چارو د ترسره کولو اصل په پام کې ونیسي.
د غونډې په لړ کې د شرکت د طلباتو او د هغو د راټولولو او تعقیب پر لارو چارو، همدارنګه د خدمتونو د وړاندې کولو د بهیر ښه والي او د ضایعاتو د کمولو په موخه د زړو، او خرابو میټرونو د تعویض موضوع هم وڅېړل شوه او پر دغو مواردو د جدي پاملرنې ټینګار وشو.
همدارنګه د غیرمنقولو شتمنیو د مدیریت او له هغو څخه د اغېزمنې ګټې اخیستنې وضعیت، د پورونو او مالي ژمنو ارزونه، د ترانسپورټ او وسایطو اړوند چارې او د قراردادونو اړوند موضوعات هم وڅېړل شول.
په پای کې پر مطرح شویو موضوعاتو د هر اړخیز بحث سربېره د کمېټې د غړو له لوري لازم عملي تصمیمونه ونیول شول او د شرکت اجرائیوي رئیس له لوري اړینې لارښوونې وړاندې شوې.