د امارتي شرکتونو لوي ریاست

د امارتي شرکتونو عمومي رئیس په کابل کې د قرغېزستان له سفیر سره ولیدل

1405/7/14 09:33
Mumtaz خبرونه

د امارتي شرکتونو عمومي رئیس په کابل کې د قرغېزستان له سفیر سره ولیدل
 
د امارتي شرکتونو عمومي رئیس مولوي احمدجان بلال په خپل کاري دفتر کې، افغانستان لپاره د قرغېزستان جمهوريت له سفیر تورداکون سیدیکوف سره د قرغیزستان او افغانستان د دولتي شرکتونو ترمنځ د مستقیمو اړیکو، د صادراتو او وارداتو د پراختیا او نورو اړوندو موضوعاتو په تړاو لیدنه ترسره کړه.
 
د ناستې په پیل کې د امارتي شرکتونو عمومي رئیس، قرغېزستان هېواد ته د بېلابېلو توکو د صادراتو زیاتولو په موخه بشپړ چمتووالی څرګند کړ او ویې ویل چې اوس مهال امارتي شرکتونه د پنبې، لاسي صنایعو او د وچې مېوې په ګډون د بېلابېلو توکو د صادراتو ظرفیت لري.
 
ښاغلي بلال د امارتي شرکتونو د بېلابېلو بنسټیزو، پراختیايي او تولیدي فعالیتونو په تړاو وویل چې امارتي شرکتونه په هېواد کې سترې پروژې پلي کوي او په بېلابېلو برخو کې د پانګونې وړتیا لري.
 
همداراز د قرغېزستان سفیر د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو همکاریو او پانګونو پراختیا اړینه وبلله او ویې ویل چې په قرغېزستان کې د پانګونې ښه فرصتونه موجود دي او امارتي شرکتونه کولای شي په دغه هېواد کې پانګونې وکړي.
 
ښاغلي سیدیکوف وویل، چې د امارتي شرکتونو او د قرغېزستان د دولتي شرکتونو ترمنځ د مستقیمو اړیکو د پیاوړتیا هڅې کوي، ترڅو دواړه هېوادونه په بېلابېلو برخو کې ګډې همکارۍ ولري.
 
د یادونې وړ ده چې د لیدنې په پای کې د قرغېزستان جمهوریت سفیر د امارتي شرکتونو عمومي رئیس ته، دغه هېواد ته د سفر او د بېلابېلو سکټورونو له چارواکو سره د لیدنې په موخه بلنه ورکړه.