د امارتي شرکتونو لوي ریاست

د افغانستان برېښنا شرکت اجرائیوي رئیس د خپل وروستي سفر معلومات شریک کړل

1405/7/14 09:34
Mumtaz خبرونه

د افغانستان برېښنا شرکت اجرائیوي رئیس د خپل وروستي سفر معلومات شریک کړل

د امارتي شرکتونو عمومي رئیس مولوي احمدجان بلال په خپل کاري دفتر کې د افغانستان برېښنا شرکت له اجرائیوي رئیس ملا عبدالحق همکار سره وکتل او تاجیکستان هېواد ته د نوموړي د وروستي سفر په اړه یې معلومات ترلاسه کړل.

په دې لیدنه کې ملا عبدالحق همکار د خپل سفر د څرنګوالي، له تاجیکستاني چارواکو سره د ترسره شوو لیدنو او د برېښنا اړوندو پروژو د پلي کېدو په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې کړل.

ښاغلي همکار د سفر د لاسته راوړنو ترڅنګ، د کاسا ـ ۱۰۰۰ پروژې اړوند په قرغېزستان کې د راتلونکې غونډې د جوړېدو د جزئیاتو سربېره، په یاده غونډه کې د افغانستان برېښنا شرکت د مسؤولینو د ګډون په اړه هم معلومات شریک کړل.

د ناستې په ترڅ کې مولوي احمدجان بلال د افغانستان برېښنا شرکت فعالیتونه او لاسته راوړنې مهمې وبللې او د هېواد د برېښنا اړتیاوو د پوره کولو لپاره یې د لا ډېرو هڅو پر دوام ټینګار وکړ.

همداراز ښاغلي بلال، د کاسا ـ ۱۰۰۰ پروژې په راتلونکې غونډه کې د افغانستان برېښنا شرکت د مسؤولینو ګډون مهم وباله او د لا ښه چمتووالي او اغېزمن ګډون په موخه یې لازمې لارښوونې وکړې.

د یادونې وړ ده چې د کاسا ـ ۱۰۰۰ پروژې په تړاو جوړېدونکې غونډه کې به د برېښنا شرکت پلاوی هم د افغانستان په استازولۍ ګډون وکړي.