د بغلان بورې امارتي شرکت ۳۱۵ جریبه غصب شوې ځمکه بېرته راوګرځول شوه
د بغلان بورې امارتي شرکت ۳۱۵ جریبه غصب شوې ځمکه بېرته راوګرځول شوه
د امارتي شرکتونو عمومي ریاست د بغلان د بورې امارتي شرکت اړوند ۳۱۵ جریبه ځمکه، چې شاوخوا ۴۵ کاله د سرخکوتل، ګورګان او پوليخاټول کلیو د ځینو اوسېدونکو له خوا غصب شوې وه، بېرته راوګرځول شوه.
د یاد امارتي شرکت مسؤولین وايي چې د ۳۱۵ جریبه ځمکې له بېرته ترلاسه کولو وروسته، له اړوندو اوسېدونکو سره د شرکت د اصولو له مخې قراردادونه شوي او ځمکه ورته د اجارې په ډول ورکړل شوې ده.
د یادونې وړ ده چې د اړوندو جایدادونو بېرته ترلاسه کول او په منظم ډول یې اجاره کول، د شرکت د عوایدو د زیاتوالي او غوره مدیریت ته زمینه برابروي.