د امارتي شرکتونو لوي ریاست

د آریانا افغان هوايي شرکت د ټکټونو د پلور او عملیاتي سیستم فعال کړ

1405/7/14 09:46
Mumtaz خبرونه

د آریانا افغان هوايي شرکت د ټکټونو د پلور او عملیاتي سیستم فعال کړ
 
د امارتي شرکتونو عمومي رياست د آریانا افغان هوايي شرکت د خپلو خدمتونو د لا ښه والي، عصري کولو او معیاري کېدو په موخه خپل نوی د ټکټونو د پلور او عملیاتي سیستم په رسمي ډول فعال کړ.
 
د دغه نوي سیستم په فعالېدو سره، د آریانا افغان هوايي شرکت د ټکټونو د پلور، ریزروېشن، آنلاین خدمتونو، عملیاتي چارو او سوداګریزو فعالیتونو په برخو کې د لا زیاتو اسانتیاوو او پرمختللو امکاناتو د رامنځته کېدو زمینه برابره شوې ده.
 
د نوي سیستم فعالول یوازې یو تخنیکي بدلون نه دی، بلکې د آریانا افغان هوايي شرکت د اداري، عملياتي او سوداګريزو چارو د ډیجیټلي کېدو، عصري کولو او د هوايي چلند له نړیوالو معیارونو سره د خدمتونو د برابرولو په لور یو مهم ګام بلل کېږي.
 
د دې سیستم له فعالېدو سره به مسافر او سوداګریز همکاران له لاندې مهمو اسانتیاوو برخمن شي:
•             د ټکټونو د اخیستلو او ریزرف کولو لا اسانه او چټک بهیر.
•             د آنلاین خدمتونو پراختیا او اسانتیا.
•             د موبایل له لارې د نویو خدمتونو وړاندې کول.
•             د هوايي ډګر او الوتنو د عملیاتي چارو ښه مدیریت.
•             د کارګو خدمتونو د مدیریت او پراختیا لپاره نوي امکانات.
•             د عملیاتي او سوداګریزو چارو د مدیریت او څارنې عصري سیستم.
•             د مسافرو او سوداګریزو همکارانو لپاره د نویو خدمتونو او اسانتیاوو رامنځته کول.
 
 د دغه نوي سیستم تړون له يوې ترکۍ کمپنۍ سره ترسره شوی دی، چې له ۸۰ نړيوالو اروپايي، آسيايي او افريقايي هوايي شرکتونه د يادې کمپنۍ عصري او معياري خدمات کاروي.