د نفت او ګاز امارتي شرکت شپږ جریبه او ۱۲ متره مربع غصب شوې ځمکه بېرته راوګرځول شوه
د نفت او ګاز امارتي شرکت شپږ جریبه او ۱۲ متره مربع غصب شوې ځمکه بېرته راوګرځول شوه
د امارتي شرکتونو عمومي ریاست د نفت او ګاز امارتي شرکت د فاریاب ولایت د اندخوی ولسوالۍ ته څېرمه، شپږ جریبه او ۱۲ زره متره مربع غصب شوې ځمکه بېرته راوګرځول شوه.
یاده ځمکه چې له اوږدې مودې راپدې خوا د شرکت له واک او تصرف څخه بهر وه، د پرلهپسې هڅو په پایله کې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظهالله تعالی د حکم پر بنسټ، بېرته د نفت او ګاز امارتي شرکت په واک کې ورکړل شوه.
د یادونې وړ ده چې د نفت او ګاز امارتي شرکت د خپلو ملکیتونو د ساتنې، تثبیت او اغېزمن مدیریت په برخه کې خپلو هڅو ته دوام ورکوي.