د امارتي شرکتونو لوي ریاست

د ارزاقو امارتي شرکت اجرائیوي رئیس بامیان ولایت ته سفر وکړ

1405/7/14 14:49
Mumtaz خبرونه

د ارزاقو امارتي شرکت اجرائیوي رئیس بامیان ولایت ته سفر وکړ
 
د امارتي شرکتونو عمومي ریاست د ارزاقو امارتي شرکت اجرائیوي رئیس مولوي عبدالرازق رفیع، بامیان ولایت ته د شرکت د اداري چارو، روانو فعالیتونو او د پروژو د تطبیق څرنګوالي د څارنې او ارزونې په موخه سفر وکړ.
 
د ارزاقو امارتي شرکت اجرائیوي رئیس بامیان ولایت کې د ارزاقو مدیریت له بېلابېلو اداري برخو څخه لیدنه وکړه او د اړوندو چارو د ترسره کېدو بهیر یې له نږدې وڅاره.
 
ښاغلي رفیع د ادارې د فعالیتونو د لا ښه تنظیم، د موجوده امکاناتو د اغېزمنې استفادې او د چارو د چټکتیا په موخه اړوند مسوولینو ته لازمې لارښوونې وکړې.
 
همداراز د بامیان ولایت د ارزاقو لوی مدیر، د شرکت اجرائیوي رئیس ته په دغه ولایت کې د اړوندو پروژو د تطبیق څرنګوالي، اداري چارو، روانو فعالیتونو او نورو اړوندو موضوعاتو په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې کړل.