د ابن سینا فارمسي امارتي شرکت اجرائیوي رئیس د تولیدي او تخنیکي ریاست له رغنیزو چارو لیدنه وکړه
د ابن سینا فارمسي امارتي شرکت اجرائیوي رئیس د تولیدي او تخنیکي ریاست له رغنیزو چارو لیدنه وکړه
د امارتي شرکتونو عمومي ریاست د ابن سینا فارمسي امارتي شرکت اجرائیوي رئیس مولوي نجم الرحمن فضلي، د دغه شرکت د تولیدي او تخنیکي ریاست له روانو رغنیزو چارو څخه د لیدنې پر مهال، اړوندو مسؤولینو ته یې د چارو د لا ښه تنظیم، کیفیت او چټکتیا په موخه لازمې لارښوونې وکړې.
د دې لیدنې موخه د یاد ریاست د رغنیزو چارو د پرمختګ ارزونه، د ترسره کېدونکو فعالیتونو د کیفیت او څرنګوالي کتنه او د کاري چاپېریال د لا ښه والي لپاره د اړتیا وړ اقداماتو په اړه د مسؤولینو څرګندونې اورېدل وو.
د یاد شرکت اجرائیوي رئیس، د لیدنې پر مهال د رغنیزو چارو بېلابېلې برخې ولیدلې او د کارونو د کیفیت، منظم تطبیق او پر ټاکل شویو معیارونو یې ټینګار وکړ.
همداراز د تولیدي او تخنیکي چارو رئیس قاري صلاح الدین توکلي، د روانو رغنیزو چارو په اړه معلومات وړاندې کړل او د کاري بهیر او موجودو اړتیاوو په اړه یې څرګندونې وکړې.