د بغلان بورې امارتي شرکت له زړو او پخوانیو تجهیزاتو څخه لیدنه وشوه
د بغلان بورې امارتي شرکت له زړو او پخوانیو تجهیزاتو څخه لیدنه وشوه
د امارتي شرکتونو عمومي ریاست د بغلان بورې امارتي شرکت اجرائیوي رئیس ملا باران قدرت، د بغلان ولایت مقام استازو او یو شمېر مسؤولینو د یاد شرکت له زړو او پخوانیو صنعتي تجهیزاتو څخه لیدنه وکړه.
د یادې لیدنې موخه د زړو تجهیزاتو د وضعیت ارزونه، د تخریب او ضایع کېدو د مخنیوي لپاره لازمې لارې چارې پیدا کول، بلل شوې ده.
د بغلان بورې امارتي شرکت اجرائیوي رئیس د یادو تجهیزاتو د وضعیت په اړه معلومات وړاندې کړل او ویې ویل چې د دغو تجهیزاتو راټولولو او د خوندي ساتلو لپاره ځانګړی پلان او ځای ورته په پام کې نیول شوی دی.
په پای کې مسؤولینو د یادو تجهیزاتو د لا ښه تنظیم، ساتنې او مدیریت په برخه کې د اړوندو ادارو ترمنځ د همغږۍ پر دوام ټینګار وکړ.