د افسوټر امارتي شرکت د مسؤولینو ترمنځ د همغږۍ ناسته وشوه
د افسوټر امارتي شرکت د مسؤولینو ترمنځ د همغږۍ ناسته وشوه
د امارتي شرکتونو عمومي ریاست د افسوټر امارتي شرکت د مسؤولینو ترمنځ د کاري بهیر د لا پیاوړتیا او چارو د ښه تنظیم په موخه د همغږۍ ناسته ترسره شوه.
د ناستې په پیل کې د افسوټر امارتي شرکت اجرائیوي رئیس مولوي نظر محمد عرفان وویل چې د ادارې د چارو د لا ښه والي، همغږۍ او کاري بهیر د پیاوړتیا لپاره د اړوندو مسؤولینو ترمنځ منظمې ناستې او مشورې ګټورې دي.
د یادونې وړ ده چې په دغې ناسته کې د شرکت پر بېلابېلو موضوعاتو، د چارو د لا ښه تنظیم او د کاري بهیر د اسانتیا په موخه هم بحث وشو.