د امارتي شرکتونو لوي ریاست

د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت اجرائیوي رئیس د ډنمارک کمېټې له تخنیکي مسؤول سره لیدنه وکړه

1405/7/15 11:34
Mumtaz خبرونه

د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت اجرائیوي رئیس د ډنمارک کمېټې له تخنیکي مسؤول سره لیدنه وکړه
 
د امارتي شرکتونو عمومي ریاست د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت اجرائیوي رئیس مولوي غلام‌الرحمن کظیم، په خپل کاري دفتر کې د افغان کډوالو د ملاتړ لپاره د ډنمارک کمېټې (DACAAR) له تخنیکي او همغږي کوونکي مسؤول انجنیر عبدالولي مصلح سره لیدنه وکړه.
 
په دې لیدنه کې د ګډو همکاریو د زمینې د ارزونې ترڅنګ، د ډاکار کمېټې له لوري د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت ته د ۲۰ تر ۱۱۰ ملي‌متره قطرونو په کچه ۱۷۷ کیلومتره پایپونه برابر شول.
 
ښاغلي کظیم له دغه شرکت سره د ډاکار د همکاریو قدرداني وکړه او د اوبو رسولو په برخه کې یې د همکاریو پر دوام او پراختیا ټینګار وکړ؛ نوموړي له دغه بنسټ څخه وغوښتل، چې په بېلابېلو برخو، په ځانګړې توګه د اوبو او فاضلابو د تصفیه‌خونو د جوړولو، د اوبو رسولو د تأسیساتو د رامنځته کولو او پراختیا او د اوبو رسولو د خدمتونو د پراخولو په برخو کې لا زیاتې همکارۍ وکړي.
 
ورپسې، د ډاکار تخنیکي مسؤول انجنیر عبدالولي مصلح د دغه بنسټ د فعالیتونو په اړه معلومات وړاندې کړل او له ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت سره یې د همکاریو پر دوام ټینګار وکړ.
 
په پای کې دواړو لوریو د همغږۍ پر پیاوړتیا، د ګډو همکاریو پر پراختیا او د اوبو رسولو او فاضلابو د خدمتونو د ښه والي په موخه د اغېزمنو پروګرامونو پر پلي کولو ټینګار وکړ.