د ابن سینا فارمسي امارتي شرکت اجرائیوي رئیس د درملو تولیدي فابریکې په اړه معلومات شریک کړل
د ابن سینا فارمسي امارتي شرکت اجرائیوي رئیس د درملو تولیدي فابریکې په اړه معلومات شریک کړل
د ابن سینا فارمسي امارتي شرکت اجرائیوي رئیس مولوي نجم الرحمن فضلي د امارتي شرکتونو له عمومي رئیس مولوي احمدجان بلال سره د لیدنې پرمهال د دغه شرکت د فعالیتونو، پرمختګونو او د درملو تولیدي فابریکې د رغنیزو چارو په اړه معلومات شریک کړل.
د ابن سینا فارمسي امارتي شرکت اجرائیوي رئیس وویل چې د شرکت د چارو د لا منظمېدو، د خدماتو د کیفیت د لوړولو او د فعالیتونو د پراختیا لپاره هڅې په دوامداره توګه روانې دي.
همداراز د امارتي شرکتونو عمومي رئیس، د ابن سینا فارمسي امارتي شرکت د فعالیتونو، روانو پرمختګونو او د چارو د بهیر په اړه معلومات ترلاسه کړل او د لا پیاوړتیا، د چارو د منظم تطبیق او د موجودو ظرفیتونو د اغېزمنې استفادې پر اړتیا یې ټینګار وکړ.
ښاغلي بلال زیاته کړه، چې د رغنیزو چارو، داوطلبیو، تولیدي او تخنیکي فعالیتونو او نورو برخو کې باید د کیفیت، قانوني اصولو او اداري نظم رعایت ته ځانګړې پاملرنه وشي، ترڅو چارې په اغېزناکه او مطلوب ډول ترسره شي.