د امارتي شرکتونو لوي ریاست

د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت د امام ابوحنیفه(رح) په پنځم نندراتون کې خپل تولیدات نندارې ته وړاندې کړي

1405/7/15 11:40
Mumtaz خبرونه

د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت د امام ابوحنیفه(رح) په پنځم نندراتون کې خپل تولیدات نندارې ته وړاندې کړي
 
د امارتي شرکتونو عمومي ریاست د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت د امام ابوحنیفه(رح) په پنځم ملي او نړیوال نندارتون کې د زيتون تېل، زيتون اچار او د نجارۍ فابریکې جوړ لرګین توکي د کندهار صالون په ۵۱مې غرفه کې نندارې ته وړاندې کړي دي.
 
په یاد نندارتون کې د ګډون موخه د کورنیو تولیداتو وده، د پانګونې جلب، د اقتصادي ظرفیتونو پېژندنه او د کورنیو او بهرنیو سوداګرو ترمنځ د اړیکو پیاوړتیا بلل کېږي.
 
د یادونې وړ ده چې یاد نندارتون به د تلې میاشت له ۱۵مې څخه تر ۲۱مې نېټې پورې د افغانستان نړیوال نندارتون مرکز کې پرانیستی وي.