د امارتي شرکتونو لوي ریاست
خبرتیا!
1404/12/9 00:00
Mumtaz خبرونه
د امارتي شرکتونو لوی ریاست د افغانستان برېښنا شرکت له لوري له ازبېکستان هېواد څخه د ۲۲۰ کیلوولټ وارداتي برېښنا لېږد مزي یو سرکټ، چې د پلخمري او کابل ترمنځ د سالنګ سیمه کې د تېرو سختو اورښتونو او توپانونو له امله د پایې د تخریب لامل شوی و، د برېښنا شرکت تخنیکي کارکوونکو د پرلپسې او نه ستړې کېدونکو هلو ځلو وروسته په اساسي ډول بېرته ورغول شو. د ستونزې له رامنځته کېدو وروسته برېښنا په موقتي ډول نښلول شوې وه، خو د یاد مزي دایمي نښلولو په موخه ټاکل شوې ده چې نن د غرمې په ۱۲:۰۰ بجو د برېښنا یو سرکټ د شاوخوا ۵ ساعتونو لپاره پرچاو شي؛ د دې پرچاوۍ له امله به پروان، کاپیسا، پنجشېر، کابل، ننګرهار، لغمان، میدان وردګ، غزني، لوګر، پکتیا او خوست ولایتونه او همدارنګه د بغلان ولایت ځینې سیمې د برېښنا له کمښت او پرچاوۍ سره مخ شي.