د لاسي صنایعو د پراختیا امارتي شرکت د امام ابوحنیفه (رح) په پنځم نندارتون کې خپل تولیدات نندارې ته وړاندې کړل
د لاسي صنایعو د پراختیا امارتي شرکت د امام ابوحنیفه (رح) په پنځم نندارتون کې خپل تولیدات نندارې ته وړاندې کړل
د امارتي شرکتونو عمومي ریاست اړوند د لاسي صنایعو د پراختیا امارتي شرکت د امام ابوحنیفه (رح) په پنځم ملي او نړیوال نندارتون کې د لاسي صنایعو بېلابېل تولیدات نندارې ته وړاندې کړي دي.
په دغه نندارتون کې د شرکت د ګډون موخه د لاسي صنایعو د تولیداتو وده، بازارموندنه او د نندارتون لیدونکو ته د هېواد د لاسي صنایعو معرفي کول دي.
د یادونې وړ ده چې دغه نندارتون د تلې میاشتې له ۱۵مې تر ۲۱مې نېټې پورې د افغانستان د نړیوال نندارتون په مرکز کې د لیدونکو پر مخ پرانېستی دی.