د امارتي شرکتونو لوي ریاست

د افغان تور امارتي شرکت د هرات په نړیوال هوايي ډګر کې ترانسپورټي چوپړتیاوې پیل کړې

1405/7/15 15:17
Mumtaz خبرونه

د افغان تور امارتي شرکت د هرات په نړیوال هوايي ډګر کې ترانسپورټي چوپړتیاوې پیل کړې
 
د امارتي شرکتونو عمومي ریاست د افغان تور امارتي شرکت له لوري د هرات ولایت په نړیوال هوایي ډګر کې د بهرنیو سیلانیانو او مسافرینو د لېږدونې په موخه، د شرکت د وسایطو (موټرو) ترانسپورټي چوپړتیاوې پیل شوې.
 
یاد شرکت هڅه کوي چې بهرنیو سیلانیانو او مسافرینو ته د هرات له نړیوال هوايي ډګر څخه د هرات سیاحتي سیمو سربېره یو شمېر ولایتونو ته هم خوندي، منظم او معیاري ترانسپورټي چوپړتیاوې برابرې کړي.
 
د یادونې وړ ده چې د افغان تور امارتي شرکت د بهرنیو سیلانیانو او مسافرینو د سفر د بهیر چارو او د هېواد د سیاحتي ظرفیتونو د معرفي کولو ترڅنګ، هغوی ته لازمې او معیاري چوپړتېاوې وړاندې کوي.