د امارتي شرکتونو لوي ریاست

د امارتي شرکتونو عمومي رئیس د امام ابوحنیفه (رح) له پنځم ملي او نړیوال نندارتون څخه لیدنه وکړه

1405/7/16 12:51
Mumtaz خبرونه

د امارتي شرکتونو عمومي رئیس د امام ابوحنیفه (رح) له پنځم ملي او نړیوال نندارتون څخه لیدنه وکړه

د امارتي شرکتونو عمومي رئیس، مولوي احمدجان بلال چې د کارکوونکو چارو رئیس ملا محمد هاشم فرهادوال او د ابن سینا فارمسي امارتي شرکت اجرائیوي رئیس مولوي نجم الرحمن فضلي یې ملتیا کوله د امام ابوحنیفه (رح) له پنځم ملي او نړیوال نندارتون څخه لیدنه وکړه.

د امارتي شرکتونو عمومي رئیس د یاد نندارتون له غرفو څخه د لیدنې پر مهال د کورنیو او بهرنیو تولیداتو او بېلابېلو توکو ستاینه وکړه او د بازارموندنې په برخه کې یې دا ډول ستر او نړیوال نندارتونونه اړین یاد کړل. 

د لیدنې په لړ کې ښاغلي بلال په یاد نندارتون کې د امارتي او نورو کورنیو شرکتونو د ګډون سربېره، د بهرنیو شرکتونو هڅې هم د قدر وړ وبللې او د دغو شرکتونو په لا ډېرې ودې او پیاوړتیا یې ټینګار وکړ. 

د یادونې وړ ده چې دغه نندارتون نن چهارشنبه د تلې میاشتې پر ۱۵مه نېټه د افغانستان د نړیوال نندارتون په مرکز کې پرانېستل شو او د همدې میاشتې تر ۲۱مې نېټې پورې به دوام وکړي.