د امارتي شرکتونو عمومي رئیس د ایران د انرژۍ له وزیر سره ولیدل
د امارتي شرکتونو عمومي رئیس د ایران د انرژۍ له وزیر سره ولیدل
د امارتي شرکتونو عمومي رئیس مولوي احمدجان بلال د ځینو امارتي شرکتونو اجرائيوي رئیسانو په شتون کې، د ایران هېواد د انرژۍ له وزیر عباس علي آبادي او مل پلاوي سره ولیدل.
د لیدنې په پیل کې د امارتي شرکتونو عمومي رئیس د ایران هېواد د انرژۍ وزیر ته ښه راغلاست ووایه او د دوه ګاونډیو او دوستو هېوادونو ترمنځ یې حسنه او دوه اړخیزې اړیکې مهمې وبللې.
ښاغلي بلال د افغانستان او ایران ترمنځ د برېښنا د تورید او تولید، د تصفیه خونو جوړولو او کرنیز صنعت د ودې په برخو کې د لازمو همکاریو پر رامنځته کولو ټینګار وکړ.
بل لوري ته عباس علي آبادي وویل چې په افغانستان کې د انرژۍ د تولید په برخه کې ښه فرصتونو موجود دي او په دې برخه کې د ایران هېواد بشپړې همکارۍ او تجربو شریکولو ته چمتو دی.
ښاغلي علي آبادي د برېښنا ستونزو ته په اشارې سره وویل چې ایران به په نږدې راتلونکې کې افغانستان لپاره ۲۰۰۰ مېګاواټه برېښنا برابره کړي.
د غونډې په پای کې ایراني لوري د افغانستان برېښنا او د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکتونو مسؤولینو ته له اړوندو برخو څخه د لیدنې، په راتلونکو نندارتونونو کې د ګډون، له ایراني چارواکو سره د همغږیو رامنځته کولو او د لازمو تجربو شریکولو په موخه دغه هېواد ته د سفر بلنه ورکړه.