د امارتي شرکتونو لوي ریاست

د درنو هېوادوالو د پام وړ!

1405/7/18 11:24
Mumtaz خبرونه

د درنو هېوادوالو د پام وړ!

د امارتي شرکتونو عمومي ریاست اړوند د افغان ټېلې کام، د ننګرهار وادي کرنیز، د لاسي صنایعو د پراختیا او د شمال ډبرو سکرو امارتي شرکتونو د امام ابوحنیفه(رح) په پنځم ملي او نړیوال نندارتون کې خپل تولیدات، محصولات او چوپړتیاوې نندارې ته وړاندې کړي دي.

اوس درانه هېوادوال کولای شي د یادو امارتي شرکتونو له غرفو څخه لیدنه وکړي او په مناسبه بیه د اړتیا وړ توکو د ترلاسه کولو سربېره، د شرکتونو د چوپړتیاو په اړه هم معلومات ترلاسه کړي.

د اړوندو غرفو پتې:
د افغان ټېلې کام امارتي شرکت: لومړۍ شمېره Vip غرفه
د شمال ډبرو سکرو امارتي شرکت: دویم پوړ، ۲۱مه شمېره غرفه 
د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت: کندهار صالون، ۵۱مه شمېره غرفه
د لاسي صنایعو د پراختیا امارتي شرکت: دویم پوړ، ۹مه شمېره Svip غرفه

د نندارتون پته: د افغانستان نړیوال نندارتون مرکز، حضوري چمن ـ کابل