د امارتي شرکتونو لوي ریاست

د امارتي شرکتونو عمومي ریاست د مرکزي سیلو امارتي شرکت د مزایدې خبرتیا!

1405/7/18 15:09
Mumtaz خبرونه

د مزایدې خبرتیا!
 
د امارتي شرکتونو عمومي ریاست د مرکزي سیلو امارتي شرکت غواړي، چې د موټرو تم‌ځای دوه جریبه ځمکه خپل ملکیت په میاشتني ډول د(۸۰۰۰۰ اتیا زره) افغانیو په بدل کې د درېیو کلونو لپاره د یوسفزي چرخي سوداګریز شرکت ته په کرایه ورکړي.
 
هغه اشخاص، امارتي ادارې، مؤسسې او خصوصي سکټورونه چې غواړي دغه ځمکه له یادې بیې څخه په لوړه کرایه ونیسي، کولای شي خپلې غوښتنې د خبرتیا د خپرېدو له نېټې څخه تر ۸ ورځو پورې د مرکزي سیلو امارتي شرکت د تدارکاتو او برابرولو مدیریت ته وسپاري.
 
غوښتونکي دې د شرطپاڼې له ترلاسه کولو وروسته د ۱۴۰۵/۰۷/۲۸ نېټې، د سه شنبې ورځې د سهار په ۱۰:۰۰ بجو د داوطلبۍ په غونډه کې ګډون وکړي.
 
پته: د مرکزي سیلو امارتي شرکت، درېیمه ناحیه – کابل