د امارتي شرکتونو لوي ریاست

د افغان پُست امارتي شرکت اجرائیوي رئیس د شمال او شمال لوېدیځو ولایتونو له پُست خونو څخه لیدنه وکړه

1405/7/18 15:28
Mumtaz خبرونه

د افغان پُست امارتي شرکت اجرائیوي رئیس د شمال او شمال لوېدیځو ولایتونو له پُست خونو څخه لیدنه وکړه

د امارتي شرکتونو عمومي ریاست د افغان پُست امارتي شرکت اجرائیوي رئیس مولوي رحمت الله مکي، د ولایتي پُست ‌خونو د فعالیتونو د ارزونې، د کاري همغږۍ د پیاوړتیا او د پُست‌ خونو له وضعیت څخه د لا ښه پوهاوي په موخه، د هېواد شمال او شمال لوېدیځو ولایتونو ( هرات، بلخ، سرپل، سمنګان، جوزجان، فاریاب، بادغیس، فراه او ارزګان) له یو شمېر پُست‌ خونو څخه لیدنه وکړه.

د دغو لیدنو په ترڅ کې د پُست ‌خونو اداري او تخنیکي چارې، د فعالیتونو بهیر او د خدمتونو د وړاندې کولو وضعیت له نږدې وارزول شو؛ همداراز د چارو د کیفیت ښه والي، د خدمتونو د چټکتیا، له شته امکاناتو څخه د اغېزمنې ګټې اخیستنې او د کاري همغږۍ د پیاوړتیا په موخه اړوندو مسؤولینو ته لازمې لارښوونې وشوې. 

د افغان پُست امارتي شرکت اجرائیوي رئیس، د پُست‌ خونو له مسؤولینو او کارکوونکو سره د لیدنو پر مهال د هغوی ستونزې، وړاندیزونه او کاري اړتیاوې هم واورېدلې او د شته ننګونو د حل او د خدمتونو د کیفیت د لوړولو پر اړتیا یې ټینګار وکړ.