د امارتي شرکتونو لوي ریاست

د غني خېلو ولسوالۍ د ۲۶مې ویالې د ۵۸۰مې شمېرې سیفون د ترمیم چارې به ډېر ژر پیل شي

1405/7/19 13:51
Mumtaz خبرونه

د غني خېلو ولسوالۍ د ۲۶مې ویالې د ۵۸۰مې شمېرې سیفون د ترمیم چارې به ډېر ژر پیل شي
 
د امارتي شرکتونو عمومي رياست د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت د درېيم فارم اړوند د غني خېلو ولسوالۍ په ډاکه کلي کې د ۲۶مې ویالې د ۵۸۰مې شمېرې سیفون د ترمیم ساختماني پروژه یوه ساختماني شرکت ته وسپارل شوه چې ډېر ژر به یې چارې پیل شي.
 
د یادې پروژې مالي تمویل د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت پر غاړه دی چې چارې به یې په ۷۵ ورځو کې بشپړې او ګټې اخیستنې ته به وسپارل شي.
 
دغه سیفون د وروستیو اورښتونو، سيلابونو او د اوبو د زیات جریان له امله زیانمن شوی و، چې له کبله یې د سیمې د اوسېدونکو د تګ راتګ پر وړاندې ستونزې رامنځته کړې وې؛ په بیارغونې سره به یې د تګ راتګ ستونزه هواره، د اوبو د مدیریت په ښه والي او د کورونو او کرنیزو ځمکو د احتمالي زیانونو په مخنیوي کې ګټور پرېوځي.
 
د یادونې وړ ده چې څو ورځې وړاندې د چپرهار يو سيفون او ۲۳مې ويالې ۵۲۰مې شمېره سيفون د ترميم ساختماني چارې هم پیل شوې وې او چارې يې په منظم ډول روانې دي.