د آريانا افغان هوايي شرکت رئيس د ايربس شرکت له مسئولینو سره وکتل
د آريانا افغان هوايي شرکت رئيس د ايربس شرکت له مسئولینو سره وکتل
نېټه: یکشنبه/ ۱۲ / رمضان المبارک / ۱۴۴۷ هـ ق
د امارتي شرکتونو لوی ریاست د آريانا افغان هوايي شرکت رئيس، ملا بخت الرحمن شرافت او مل پلاوي د ايربس شرکت د منځني ختیځ او سویلي آسیا له مسؤولینو سره د دوه اړخیزو همکاریو د پراختیا په تړاو، ناسته ترسره کړه.
په ناسته کې د دواړو لوریو ترمنځ د تخنیکي، سوداګریز او عملياتي پرسونل د مسلکي روزنې، د الوتکو لپاره د اصلي پرزه جاتو د برابرولو او همدارنګه د (سیمولېټر) د روزنې په برخه کې هر اړخیز او تفصیلي بحث وشو.
د غونډې په لړ کې د تخنیکي ظرفیت لوړولو، د خوندیتوب معیارونو د پیاوړتیا او له نړیوالو معیارونو سره د لا زیات تطابق پر اړتیاوو هم ټینګار وشو.
د ايربس استازو ژمنه وکړه، چې د یادو برخو په ټولو اړخونو کې به له آريانا افغان هوايي شرکت سره خپلې بشپړې همکارۍ او لازمې مرستې ترسره کړي، ترڅو د دواړو لوریو تخنیکي او مسلکي اړیکې لا پیاوړې شي.
د آريانا افغان هوايي شرکت ژمن دی، چې له نړیوالو معتبرو شرکتونو سره د دوه اړخیزو همکاريو د پراختيا له لارې خپلو مسافرو ته خوندي، معیاري او باکیفیته خدمتونه وړاندې کړي.