د امارتي شرکتونو لوي ریاست

روان ۱۴۰۵ کال به ۱۶ ټنه د زیتون اچار تولید شي

1405/7/19 14:04
Mumtaz خبرونه

روان ۱۴۰۵ کال به ۱۶ ټنه د زیتون اچار تولید شي
 
د امارتي شرکتونو عمومي ریاست د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په پلان کې لري چې سږکال شاوخوا ۱۶ ټنه زیتون اچار تولید او بازار ته وړاندې کړي.
 
د معلوماتو پر اساس په دویم، درېیم او څلورم فارم کې د شنو زیتونو د راټولولو بهیر پیل شوی، چې له راټولولو وروسته به د اچارو جوړولو په موخه د زیتون فابریکې ته ولېږدول شي.
 
د یادونې وړ ده چې د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت د خپلو کرنیزو محصولاتو په پروسېس او د کورنیو تولیداتو په زیاتوالي سره به تر ډېره حده د هېوادوالو اړتیاوې پوره کړي.