د امارتي شرکتونو لوي ریاست

د امارتي شرکتونو عمومي ریاست د هوټلونو امارتي شرکت د داوطلبۍ خبرتیا!

1405/7/19 14:09
Mumtaz خبرونه

د داوطلبۍ خبرتیا!
 
د امارتي شرکتونو عمومي ریاست د هوټلونو امارتي شرکت ټولو پر شرايطو برابرو غوښتونکو ته بلنه ورکوي، ترڅو د هوټلونو امارتي شرکت د برېښنایي اجناسو د تدارک او برابرولو په پروژه کې چې تشخیصیه شمېره یې (HSOC/1405/NCB/G-2495) ده، په داوطلبۍ کې ګډون وکړي.
 
د شرطپاڼې شرایط، د تړون قانون او د عامه تدارکاتو د اجراآتو طرزالعمل به د نافذه اصولو سره سم عملي کېږي؛ له آفر پرانېستنې وړاندې غونډه د ۱۴۰۵/۷/۲۵ نېټې د سهار ۱۰:۰۰ بجې او د آفر پرانېستنې غونډه په ۱۴۰۵/۷/۲۸ نېټې د سهار پر ۱۰:۰۰ بجو جوړېږي.
 
یادونه: ناوخته رسېدلي او انټرنېټي آفرونه د منلو وړ نه دي؛ د آفر تضمین نه اخیستل کېږي.
 
غوښتونکي کولای شي د داوطلبۍ شرطپاڼه له لاندې پتو څخه ترلاسه کړي:
ـ د هوټلونو امارتي شرکت، د تدارکاتو عمومي مدیریت، ۳۰مه شمېره کور، اووم سړک، درېیمه کارته ـ کابل
ـ د ملي تدارکاتو له وېبپاڼې څخه
 
د لا ډېرو معلوماتو لپاره له لاندې شمېرې سره اړیکه ونیسئ:
 ۰۷۴۷۹۹۱۳۱